د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري ریاست له دوو تنو کارمندانو سره وکتل
د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د خپل کار په دفتر کې د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري ریاست له دوو تنو کارمندانو سره وکتل.
په یاده لیدنه کې، د وزارت د مالي او اداري ریاست کارمندانو د خپل سفر د موخو په هکله د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
وروسته، د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس د وزارت له مالي او اداري ریاست له کارمندانو سره د هر راز همکاري ژمنه وکړه.
