د شمال سیندیزې عمومي حوزې د انرژي ګروپ لومړنۍ غونډه ترسره شوه
په یاده غونډه کې د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت، د بلخ سیندیزې حوزې رئیس ښاغلي مولوي موسی جان حقبین او د یاد ولایت د یو شمير نورو سیمه اییزو مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.
د یادې غونډې د ترسره کولو څخه موخه د بلخ ولایت لرو پرتو سیمو ته د نوي کېدو وړ انرژي سرچینو څخه د اړتيا وړ انرژی تأمينولو لپاره د انرژي کمیټي جوړول دي. په یاده غونډه کي پریکړه وشوه، ترڅو د یادې کمیټې د کړنو د څیړلو او د اندونو د تبادلې په موخه په میاشتنۍ ډول د دې کمیټي غونډې ترسره شي.
