د شمال سیندیزې حوزې له عمومي رئيس سره د برېښنا انرژي د تولید، وېش، لېږد او تورید شرکتونو د ثبت او راجستر په هکله خبرې اترې وشوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۰:۹
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معینیت تخنیکي ټیم چې د هېواد شمالي ولایتونو ته د برېښنا انرژي د تولید، وېش، لېږد او تورید شرکتونو د ثبت او راجستر پروسې د څارنې په موخه سفر کړی، د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر رفیع‌الله مجتبی سره وکتل او د نوموړې موضوع په هکله یې خبرې اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، ښاغلي مجتبی د انرژي معینیت له تخنیکي ټیم سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا انرژي چوپړتیاوو د تنظیم عمومي ریاست تخنیکي ټیم د لاندني سرپل(جوزجان) فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي احمدشاه عبیده سره وکتل او د اړوندې موضوع په هکله یې خبرې اترې وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۵:۲۵
Background image

هرات ولایت کې د څه باندې ۵۰ کړیو خپل‌سرو څاګانو د کېندلو مخنیوی وشو

د لاندنې هریرود – هرات سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو په دشت میرمنه، بدوي او رباط صفچه کې چې د هرات ولایت د ګذرې ولسوالي اړوند دي، په بایرو او د حقابې نه‌لرونکو ځمکو کې د څه باندې ۵۰ ک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۴:۱۲
Background image

غزني ولایت کې د عزیزي انرژي ګروپ د ۱۳۰ میګاولټ سولر سیسټم د برېښنا تولید شبکې جوړولو د توپوګرافي او جیوفزیک سروې بشپړې شوې

د دغې پروژې چارې په غزني ولایت کې په چټکۍ سره روانې دي، چې تر اوسه پورې د توپوګرافي او جیوفزیک سروې بشپړې شوې، او د ماین پاکي چارې یې مخ په بشپړېدو دي.

ټاکل شوې ده، چې د نوموړې پروژې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۲:۳۵
Background image

فراه ولایت کې د یوه استنادي دېوال د جوړولو پروژه د نږدې ۷.۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د فراه ولایت د بکواه ولسوالي په باغران کلي کې د یوه استنادي دېوال د جوړولو پروژه د ۷ میلیونه، ۴۵۱ زره او ۹۱۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دغه استنادي دېوال د ۳۳۸. . .

بیرته تګ

User account menu