د شمال سیندیزې حوزې فوق العاده غونډه ترسره شوه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۵/۲ - ۱۵:۱۸
1

یاده غونډه د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت تر مشري لاندې د یاد ریاست د آمرینو په شتون کې ترسره شوه او د یو شمیر اداري موضوعاتو، په سمنګان ولایت کې د اوبو ذخیره کولو بند د جوړولو او د ایبک ښار د اوبو شبکې ارزولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د یادې غونډې په پای کې د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس اړوندو مسئولینو ته د پورتنیو چارو د ترسره کولو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

User account menu