د شمال او پنج آمو سیندیزو عمومي حوزو د انجنیرانو لپاره د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی ورکشاپ پای ته ورسید

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۴:۵۷
1

د شمال او پنج آمو سیندیزو عمومي حوزو د پنځلس(15) انجنیرانو لپاره د اوبو پر سرچینو باندې د اقلیمي بدلونونو د اغیزو د ارزولو او د سیلابونو او وچکالیو د وړاندوینې او خبراوی ورکولو په برخه کې د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی ورکشاپ، چې د شمال په سیندیزې عمومي حوزه کې پیل شوی وو، نن پای ته ورسید.

د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئيس انجینر رفیع الله مجتبی له ټولو انجنیرانو څخه وغوښتل، چې خپلې تجربې له خپلو نورو همکارانو سره شریکې کړې او خپلې وظیفوي چارې دې په سمه توګه ترسره کړي.

د یادونې وړ ده، چې ددغه ورکشاپ په پای کې ټولو ګډونوالو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

بیرته تګ

User account menu