د سیلاب او وچکالۍ مدیریت ملي پالیسي د مسودې بډایه کولو په موخه د همغږۍ جلسه
دغه ناسته د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس انجنیر خان محمد تکل په رهبرۍ چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست، اوبو، ځمکې، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا استازو، د پيېښو پر وړاندې د مبارزې، کرهڼې او مالدارۍ، د کلو او پراختیا، ښار جوړولو او ځمکو، لوړو زده کړو، تجارت او صنعت، سرحدونو او قبایلو، د محلي ارګانونو خپلواکه اداره، د ملي احصايې او معلوماتو اداره، ملي هواي چلند، د کابل ښاروالۍ، کابل پوهنتون، د اوبو رسولو او کانالیزاسیون شرکت، د اوبو تحقیقاتو ملي مرکز، پولي تخنیک پوهنتون او یو شمېر نورو ادارو معینانو او استازو په شتون کې د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره کې تر سره شوه.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د سیلاب او وچکالۍ مدیریت د ټولو اړونده ادارو ګډ مسؤلیت یاد کړ او د ټولو ادارو څخه یې د سیلاب او وچکالۍ مدیریت ملي پالیسي د مسودې نهاي کولو په برخه کې د مرستې غوښتنه وکړه.
ښاغلي تکل د جمهوري ریاست عالي مقام او د اوبو، ځمکې، ښاري پراختیا او چاپېریال ساتنې عالي شورا د هدایت مطابق د یادې پالیسي مسودې نهاي کول او د سیلاب او وچکالۍ مدیریت په موخه ټولو ګډونوالو څخه وغوښتل تر څو ژر تر ژر خپل وړاندیزونه له یو بل سره شریک کړي او د یوې اونۍ په ترڅ کې دغه ملي سند نهاي شي.
په دغه ناسته کې د سیلاب او وچکالۍ مدیریت ملي پالیسي په اړه پرزنټېشن د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې د اوبو پالیسي رئيس میرویس میرزاد او د وچکالۍ او د هېواد په لویو حوزو کې د اوبیز کال وضعیت تحلیل پرزنټېشن د دغې ادارې د اوبو سرچینو عمومي رئيس انجنیر فایزالرحمن عزیزي لخوا ګډونوالو ته وړاندې شو.
په عین حال کې د اړونده ادارو استازو لخوا د یادې پالیسي نهاي کولو په اړه خپل وړاندیزونه واورول او په اخر کې پرېکړه وشوه چې د دغې پالیسي اړوند د ادارو استازو نظرونه او وړاندیزونه په دوو ورځو کې را ټول او راتلوونکي اونۍ د وزیرانو او معینانو په کچه غونډه را وبلل شي تر څو د سیلاب او وچکالۍ مدیریت ملي پالیسي نهاي شي.
