د سویم پروژې د چارو چټکتیا او غوره تطبیق په موخه د همغږۍ جلسه تر سره شوه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري په مشرۍ د سویم پروژې نوي رئيس ښاغلي جوزیف دانیل سره د دغې پروژې د چارو چټکتیا او د پروژو غوره تطبیق په موخه د همغږۍ ناسته تر سره کړه.
په دغه ناسته کې لومړی د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري ښاغلي جوزیف دانیل ته ه کلی وویل او د سویم پروژې د تمویل کوونکو څخه یې مننه وکړه.
ښاغلي بصیري دغه پروژه د اوبو مدیریت په برخه کې یوه بنیادي او ګټوره پروژه یاده کړه او زیاته یې کړه چې اوسمهال د هېواد په شمال کې د سویم پروژې لخوا ګڼ شمېر پروژې تر لاس لاندې دي چې ډير شمېر یې بشپړې شوي.
همدارنګه ښاغلي بصیري د سویم پروژې مسؤلینو مننه وکړه چې د SARANA او WEAP برنامو له لاندې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخه کې مرسته کوي.
وروسته د سویم پروژې نوي رئيس ښاغلي جوزف دانیل د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې له رهبرۍ مننه وکړه او د اوبو مدیریت پراختیاي پروژو په برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ او د دواړو ادارو په غوره اړیکو او ښې همغږۍ یې ټينګار وکړ.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
