د سمنګان له مرستیال والي سره د برېښنا د ورکړي د پروسې په هکله خبرې وشوې

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۳ - ۱۰:۹
1

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس محترم الحاج محمد حارث زرمتي او ورسره مل ټیم د سمنګان له مرستیال والي محترم ملا داد خدا خادم  سره وکتل او د برېښنا د ورکړي د پروسې او پر هغه شرکتونو باندې چې په دغه ولایت کې د برېښنا د تولید او وېش په برخه کې فعالیت کوي د برېښنا انرژي د قانون د پلي کولو په هکله خبرې، اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د برېښنا مارکیټ حقوقي رئيس وویل چې په هېواد کې د برېښنا تنظیم او د کمیت او کیفیت تضمین د برېښنا خدمتونو د تنظیم د عمومي ریاست له وظیفوي صلاحیتونو واکونو څخه دی او دغه ولایت ته یې د خپل سفر موخه د برېښنا رسونې شرکتونو ارزونه او پېژندنه وبلله.

د سمنګان مرستیال والي د اوبو او انرژي وزارت لېږل شوي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، له شکه پرته په هېواد کې د برېښنا رسونې شرکتونو ثبت او راجستر کولای شي چې د برېښنا په مارکیټ کې نظم او ډسپلین رامنځته کړي او د برېښنا وړاندې کوونکي به معیاري شي او د سمنګان ولایت رهبري د شرکتونو د ثبت او راجستر په برخه کې هر اړخیزه همکاري کوي.

همدارنګه، د اوبو او انرژي وزارت لېږل شوي پلاوی او ورسره مل د سمنګان ولایت د ښاروالي، صنعت او سوداګري او برېښنا مسؤلینو د بېلګې په توګه د ایبک  په ښار کې د یو شمېر مارکیټونو څخه لیدنه وکړه او ځینې مارکیټونو چې جنراتوري او سولري سیسټمونه درلودل ورته سپارښتنه وشوه چې ډېر ژر دې خپل سولري او جنراتوري سیسټمونه قانوني کړي .

په پای کې د سمنګان ولایت د نوموړو ریاستونو مسؤلینو د اوبو او انرژي وزارت له لېږل شوي پلاوي سره ژمنه وکړه که چېرې په سمنګان ښار او ولسوالیو کې  جنراتوري شبکې یا اوبیزې او سولري سیسټمونه یې ترسترګو شي ورته به د قانوني کېدو سپارښتنه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۱۱
Background image

د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداره کې د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو چارو په هکله له پېښو سره د مبارزې آمادګۍ ملي اداري له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه، د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۳۰
Background image

د غزني ولایت د سردې بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره خوشې شوې

د غزني د ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست د مسؤلینو له لوري د سردې ذخیروي او اوبولګولو بند اوبه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۲ ورځو لپاره د میر آبانو او کروندګرو سره په بشپړه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بغلان ولایت د کیله‌ګي برېښنا بند له سیمې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او ورسره مل د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې د دغه ولایت په دوشي. . .

بیرته تګ

User account menu