د سلما د ذخیروي بند د زیانمنو شوو برخو د بیارغونې په موخه سروې ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۴:۲۷
1

د اوبو او انرژي وزارت د انجنيري چوپړتياوو عمومي رياست د اوبو تاسيساتو او شبکو د ساتنې،پاملرنې او ګټې اخستنې رياست تخنیکي ټيم هرات ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د سلما ذخيروي بند د زيانمنو شوو برخو د بيارغونې په موخه سروې تر سره کړه چې د ډيزاين او تدارک څخه وروسته به پلې شي.

د يادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژي وزارت دخپل وظيفوي مسؤليت له مخې د شته تاسيساتو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده، چې په دې لړ کې دتېرو ناخوالو له امله ډېری زيانمن شوي تاسيسات بيا رغولي او په پاتې ېې کارونه جريان لري.

User account menu