د سرپل ولایت درېيو ولسوالیو ته د برېښنا رسولو پروژې چارې د نږدې ۹ سوه میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۱۴
1

۱۲/ ذوالقعده/ ۱۴۴۷هـ ق

۹/ ثور/ ۱۴۰۵ هـ ل

د سرپل ولایت د ګوسفندي، سوزمه قلعه او سنګ‌چارک ولسوالیو ته د برېښنا رسولو پروژې چارې د ۸۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده، د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د سرپل والي محترم مولوي احمدشاه دین‌‌دوست، امنیه قوماندان محترم ملا نیک محمد ملنګ، علماوو، قومي مشرانو او د سیمې د خلکو په شتون کې پیل شوې.

د نوموړې پروژې چارې به د درېیو کلونو په موده کې بشپړې شي، چې ګټې ته په سپارلو سره به یې په ګوسفندي ولسوالي کې ۷۵۰۰ کورنۍ، په سوزمه قلعه ولسوالي کې ۶۶۰۰ کورنۍ او په سنګ‌چارک ولسوالي کې ۱۳۵۰۰ کورنۍ د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شي.

د دغې پروژې چارې د افغانستان اسلامي امارت په لګښت د یوه خصوصي شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي، چې پکې په مستقیم او غیرمستقیم ډول ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۴۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د برېښنا رسولو د څلورو شبکو د فعالیتونو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۵ هـ ل

د ختیځ زون د انرژي چارو د تنظیم آمریت مسؤلینو په جلال آباد ښار کې د برېښنا رسولو د څلورو شبکو د فعالیتونو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد آمریت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۲:۳۸
Background image

په لوګر ولایت کې د شولک چکډیم پروژې چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د شولک چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یادې پروژې چارې چې د اوبو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۳:۵۹
Background image

په ننګرهار ولایت کې د یوې ویالې د جوړولو چارې ۱۲ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۳/۱۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۶/۴ هـ ل

د ننګرهار سیندیزې فرعي حوزې ریاست مسؤلینو د اچین ولسوالي اړوند د پښې خوړ سیمه کې د کړیاده ویالې د جوړولو چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

یاده ویاله چې. . .

بیرته تګ

User account menu