د سترو قراردادونو د څیړلو ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو په معینیت کې ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۱۲:۳
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده په مشرۍ د اړونده وزارتونو او ادارو د معینانو او استازو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د شبرغان ښار حلقوي سړک پروژو قراردادونه، د مزارشریف حلقوي سړک جوړولو، د چغچران تر غور ولایته سړک او هرات ولایت لور ته د غور سړک د ساختمان پروژه چې د ټولګټو وزارت اړوند ده، تر څېړنې او بیاکتنې لاندې ونیول شول او د یادو پروژو په تړاو بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د یادولو وړ ده چې دغه پلاوي ته د اسلامي امارت د کابیني له خوا دنده ورکړل شوې چې ټول ستر قراردادونه وڅېړې او په پای کې دې د خپلو څېړنو پایلي د تفصیلي راپور په بڼه د اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu