د ساکو افغان او احمدزي افغان شرکتونو مسؤلینو د برېښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۶:۳۷
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د ساکو افغان او احمدزي افغان شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل او د انرژي د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله خبرې، اترې وکړې.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر نوموړو شرکتونو ته وړاندیز وکړ، چې د سروبي۲ برېښنا بند په پروژه یا د للندر شاتوت بند په پروژه کې چې له حیاتي ارزښت څخه برخمن دي، پانګونه وکړي.

همدارنګه د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړو شرکتونو له مسؤلینو څخه وغوښتل چې ډېر ژر دې خپل پروپوزل له دغه وزارت سره شریک کړي، ترڅو وروستي اقدامات د دواړو لورو په همغږي او هوکړې سره پیل شي.\

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۶:۱۵
Background image

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس د عزیزي انرژي شرکت له مسؤلینو سره وکتل

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا د عزیزي انرژي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او د هرات ولایت د پل هاشمي سب‌سټیشن په سیمه کې د هغوی د اوبو د اړتیاوو په هکله. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۲:۴
Background image

غور ولایت کې د اوبو په برخه کې د شپږو پروژو تخنیکي سروې ترسره شوه

د غور د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د اوبو سرچینو د مدیریت او د اوبو لګولو سیسټمونو د پراختیا په موخه د غور ولایت د مرکز، فیروزکوه اړوند په غلمین سیمه کې د تیلک زمین، چشمه‌نی خار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۳
Background image

زابل او ارزګان  ولایتونو کې د برېښنا شبکو د فعالیتونو څارنه او ارزونه ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ سوداګریز ریاست استازي محترم انجنیر حامد یارمل او ورسره مل تخنیکي ټیم زابل او ارزګان ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال د برېښنا شبکو د فعالیتونو څارنه. . .

بیرته تګ

User account menu