د زردالو ذخیروي بند د جیوتخنیکي څېړنو پروژه % ۴۰ پر مخ تللې ده.
د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د قره باغ ولسوالي د زردآلو ذخیروي بند د جیوتخنیکي څېړنې له بهير څخه لیدنه وکړه.
یاده ساحه کې د برمه کاریو څېړنیز کارونه روان دي، چې تر دې دمه له مجموعي ۹ برمو څخه ۴ بشپړې شوې دي او پر پنځمه برمه کار جریان لري، چارې منظمې روانې دي، کومه جدي ستونزه تر دي دمه نه لیدل کېږي، او د پروژې کار په ټولیزه توګه %۴۰ پر مخ تللې دي.
