د زابل ولایت د ٥ چکډم پروژو قراردادونه لاسلیک شول
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د یوې رسمي برنامې په ترڅ کې د دغې ادارې د تخنیکي مرستيال انجنیر احمد ويس بصیري، په ولسي جرګه کې د زابل خلکو استازي عبدالقادر قلات وال، د زابل مرستیال والي حاجي عنایت الله هوتک او د یادې ادارې یو شمېر رئیسانو په شتون کې د زابل ولایت د ٥ چکډم پروژو قراردادونه چې د ٣٦ میلیونو څخه زیاتو افغانیو په ارزښت رغول کیږي لاسلیک کړل.
دغه پروژې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا د اوبو مدیریت او د سیلابونو مهار کولو په موخه د زابل ولایت شاه جوې، ښار صفا او قلات ولسوالیو کې په لاره اچول شوي دي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د اوبو غوره مدیریت یادولو تر څنګ، د اقلیم بدلون ته په کتو د اوبو سرچینو پياوړي کولو او د سیلابونو مهار کولو په برخه کې د چکډم پروژو جوړول اړین وبلل.
ښاغلي تکل په زابل ولایت کې د اوبو مدیریت پراختیايي پروژو پلي کول د دغه ادارې له لومړیتوبونو څخه یاد کړل او د قراردادي شرکتونو څخه یې وغوښتل چې پروژې په ښه کیفیت او ټاکلي وخت تطبیق کړي.
په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازي عبدالقادر قلات وال د زابل د خلکو ستونزې او محرومیتونه بیان کړل او د دغو پروژو د پلي کولو په برخه کې یې د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې څخه مننه وکړه.
همدارنګه د زابل مرستیال والي د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې څخه د مننې تر څنګ د اوبو د غوره مدیریت او د سیلابونو مهارولو لپاره د دغه ډول پروژو پلي کول یو نیک ګام وباله او د په اړوندو چارو کې یې د همکاري ژمنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د دغو پروژو په پلي کولو سره به ٦٠ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبیږي؛ د ٩٠٠ زره متره مکعبه څخه زیاتې اوبه به مدیریت کوي او ٢٣٦٠ کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.
