د زابل ولایت د توري بند پروژه پرانیستل شوه او عملي چارې یې پیل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۱ - ۱۴:۳۱
1

د زابل ولایت د توري بند پروژه د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د دې وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د زابل ولایت د مرستیال والي ښاغلي سلیمان آغا بهیر، د ملي پراختیا شرکت د مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي عادل د افغانستان اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو او د زابل ولایت د قومي مشرانو په شتون کې پرانیستل شوه او عملي چارې یې په رسمي توګه پيل شوې.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د یادې پروژې د پرانیستنې په وخت کې د اسلامي امارت مسؤلین د افغانستان د خلکو رښتینې خادمان وبلل او څرګنده یې کړه چې مونږ د اوبو او انرژي پروژو په پلي کولو کې د رښتینې خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن یو.

ښاغلي منصور په اوسني شرایطو کې د اوبو پروژو د پلي کولو ارزښت ته په اشارې سره، د دې پروژې د ډیزاین بشپړېدل او د عملي چارو پیل د اوبو د مدیریت په برخه کې یو مثبت ګام و باله او د دې پروژې ارزښت یې د زابل د خلکو لپاره حیاتي وګاڼه.

همدارنګه د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده  توري بند د پرانیستې په بهیر کې وویل چې د اوبو او انرژي وزارت به د خپل پلان سره سم د اوبو د مدیریت په برخه کې ډېرې پروژې پلې کړي چې ان شاالله د افغانستان خلک به یې په نږدې راتلونکي کې شاهد و اوسي.

د پروګرام په دوام کې د ملي پراختیا د شرکت مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي عادل  په لنډه توګه  د دې پروژې د ارزښت په هکله اشاره وکړه او ژمنه یې وکړه چې د دې پروژې په پلي کولو کې به دخپلو ټولو هڅو څخه ګټه پورته کړي.

په ورته مهال، د زابل د والي مرستیال ښاغلي سلیمان آغا بهیر، د زابل سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي ملا عبدالکریم ذوالفقار، امنیې قوماندان او یو تن قومي مشر په خپل وار سره د دې پروژې د پلي کېدو څخه هر کلی وکړ او د دې ډول لازیاتو پراختیایي پروژو د پلي کېدو غوښتنه یې وکړه.

د یادولو وړ ده،چې د توري بند پروژه د زابل ولایت د مرکز، قلات ښار په څلور کیلو متري کې موقعیت لري، یاد بند د ۹۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د موسمي سیلابونو د کنټرول، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پياوړتیا په موخه د اوبو او انرژي وزارت د انجنیرانو له خوا ډیزاین شوی دی.

توري بند د ۲۵ متره لوړوالي په درلودو سره د ۹/۲ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او د ۱۰۰ کیلو واټه برېښنا د تولید وړتیا لري. د دې پروژې په پلي کېدو سره به ۶۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي چې په زرګونه کورنۍ به ورڅخه برخمنې شي.

د یاد بند چارې به د ۹ میاشتو په موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم فاریاب ولایت کې سروي ترسره کړه.

د اوبو او انرژي وزارت تخنیکي ټیم د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي ریاست په همغږي د خواجه  سبزپوش او دولت‌ آباد ولسوالیو د چیچکتو، پته‌ بابا، شوردریا، قوزي بای‌ قلعه او خشت‌ پل استېشنونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۳:۵۵
Background image

غزنې ولایت کې د زنخان بند د کنټرولي دروازو ترمیم بشپړ شو.

 د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکی ټیم د زنخان ولسوالي اړوند د زنخان بند کنټرولي دروازې په اساسی توګه ترمیم کړې، چې له امله به یې د سیلابونو مخنیوي او د بند ساتنه وشي.

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۰:۴۹
Background image

هرات ولایت کې د آسیادیو تحکیماتی پروژې څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معینیت تر چترلاندې د اوبو څارنې او ارزونې تخنیکې ټیم  د هرات ولایت د اوبو او انرژي ریاست اړوند ګلران ولسوالي کې د آسیادیو تحکیماتي  پروژې څخه څارنه او. . .

بیرته تګ

User account menu