د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د کمال خان بند څخه لیدنه وکړه
د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي الحاج ملا عبدالغني برادر په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند څخه لیدنه وکړه.
د کمال خان بند څخه دلیدنې پرمهال د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملتیا د نیمروز ولایت د اوبو لګولو رئيس ښاغلي مولوي سید محمد ولي آغا کوله، د بند د برېښنا د توربینونو دنصبولو او همدارنګه په بند کې د شته یو شمېر نورو ستونزو په هکله يې معلومات وړاندې کړل.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د کمال خان بند په هکله د نیمروز ولایت د اوبولګولو د رئيس د معلوماتو تر آورېدلو وروسته وویل چې د برېښنا توربینونو د نصبولو او نورې ستونزې په ډېر ژر حل شي؛ ځکه چې په خپله به د کمال خان بند چارې مدیریت کړي
