د دوشنبه په ښار کی د افغانستان او تاجیکستان چارواکو تر منځ د اوومه ګډ کمیسون غونډه جوړه شوه.

mew-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۶ - ۱۵:۵۴
اخبار

دغه ناستې د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلی پروفیسور محمد همایون قیومي په مشرۍ، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلی انجنیر محمد گل خُلمی او د دواړو هیوادنو د دولتي لوړ پوړو چارواکو په ګډون کې په دوو ورځو کې د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې جوړ شو.
په دې ناسته کې، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د برښنا انرژۍ سیمه ییزو نښلول، اقتصادي، سوداګرۍ اود تخنیکي همکاریو د څلور کمیټو جوړیدو په اړه ټول اړخیزې خبرې اترې ترسره شول.
د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګرۍ اړیکو په لا پیاوړتیا په اړه څلور کمیټې، د راغون – پلخمري ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا مزي د لیږد په تاسیس، د کندز ولایت لپاره د ۱۱۰ کیلوولټه برښنا مزي له لارې د برښنا انرژۍ تورید قرارداد په نوي کولو، د جم دښتې برښنا بند په تړاو په ګډو څېړنو (چې د ۴۰۰۰ میګاواټه برېښنا وړتیا لري)، سناباد او سیب زار د برښنا بند پروژو د پلي کیدو په اړه په دوه اړخیزو همکاریو، د اوبو ذخیرو او د آمو سیند د سواحلو د تحکیم په برخو کې خبرې اتری ترسره شوه.
په ورته وخت کې په دې ناسته کې د څلورو کمیټو ترمنځ، د ښوونې، د صادراتي او وارداتي توکو د سټنډرډ جوړونې په برخه، د چاپیریال، د ټرانسپورت، د کرنه، د کلتور، د عامه روغتیا، د لوړو زده کړو، د معلوماتي ټیکنالوژۍ او نورې مهمې مسلې په برخو کې د ګډو همکاریو په اړه بحث وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱
Background image

غزني ولایت کې د روانو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۳۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۶هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې ریاست مسؤلینو د دغه ولایت په ګیرو او اندړو ولسوالیو کې د کاریزونو او کانالونو د پاک‌کاري او سنګ‌کاري  پروژو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۱:۳۵
Background image

په پکتیا ولایت کې د څه باندې ۵زره جریبه کرنیزو ځمکو د اوبو لګونه په څاڅکي اوبو لګولو بدل شوی دی

۱۴۴۷/۱۲/۲۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۱۹ هـ ش

د پکتیا فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده، د ولایت مقام د دفتر رئيس محترم مولوي نورالله ممتاز، د اوبو لګولو او مالداري رئيس. . .

بیرته تګ

User account menu