د دهنې درې د برېښنا بند پروژې د قرارداد او د برېښنا شرکت د دریو پروژو د څېړنې په موخه د سترو قراردادونو د څېړنې ناسته ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۸ - ۱۲:۳۱
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د وزارتونو د معینانو او د یو شمېر اړوندو ادارو د استازو او  تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

د ناستې په بهير کې، د کمیټې هغه غړي چې پخوا د یادو پروژو د څېړلو په موخه د سترو قراردادونو د څېړلو د رهبري پلاوي له خوا توظیف شوې وو، د خپل کار او څېړنو د پرمختګ بشپړ راپور وړاندې کړ.

د ټاکل شوې کمیټې د راپور تر څېړلو وروسته، د یادو پروژو د وضعیت د څېړلو او د ستونزو د هوارولو په هکله اړین بحث او د اندونو تبادله وشوه او د یادو څېړنو پایلې د پلاوي په عمومي راپور کې شاملې شوې ، ترڅو د افغانستان اسلامي امارت له اقتصادي کمیسیون سره شریکې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۶:۳۱
Background image

لوګر ولایت کې د مرکز اړوند د شولک چکډم د پروژې چارې ۶۵ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د شولک چکډم  پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د دغې پروژې چارې چې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

بیرته تګ

User account menu