د دایکندي ولایت د انرژي د ولایتي کمېټې ناسته ترسره شوه

دغه ناسته د دایکندي د مرستیال والي محترم ملا احسان الله آخندزاده تر مشرې لاندې د نوموړې کمېټې د غړو په ګډون ترسره شوه.
په دغه ناسته کې، د پای کټه سنګ برېښنا بند د سروې، د ۵.۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تړون د تعقیبولو، د اوبو د کمښت په فصل کې د سوختوک برېښنا د پرچاوي او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونه تبادله وشوه او پریکړه وشوه، چې نوموړي موضوعات دې د مرکز زون د انرژي د آمریت له لوري تعقیب شي.