د خواجه سبز پوش ولي د اوبو لګولو چينې تخنیکي سروې بشپړه شوه
د خواجه سبز پوش ولي د اوبو لګولو چینې تخنیکي سروې د غوربند- چاریکار سیندیزې فرعي حوزې د تخنیکي ټیم له خوا بشپړه شوه.
دا چینه اوس ۴۰ جریبه ځمکه خړوبوي او که په میکانیزه ډول جوړه شي، د اوبولګولو وړتیا به یې ۷۰ جریبه ځمکې ته لوړ شي.
یاده چینه د چاریکار ښار مرکز د ښوونکو ښارګوټي ته څیرمه موقعیت لري چې د ساحې د بزګرانو له خوا په دودیزه توګه جوړه شوې او د اوبو ډیر ضایعات لري.
