د خصوصي پانګوالو د جذب او جلب په موخه د اوبو او انرژي او صنعت او سوداګري وزارتونو د مسؤلینو ترمنځ د همغږي ناسته ترسره شوه.
یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده، د صنعت او سوداګري وزارت د پراختیا او پانګونې د ملاتړ د رئيس ښاغلي صبغت الله آخندزاده او د دواړو وزارتونو د یو شمېر نورو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې، د صنعت او سوداګري وزارت مسؤلینو د پانګونې د جلب او جذب په برخه کې د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې د دغه وزارت د کړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، مونږ هڅه کوو چې په افغانستان کې د پانګونې فرصتونه منعکس کړو او د کورنیو او بهرنیو خصوصي پانګوالو پام په افغانستان کې پانګونې ته جلب کړو.
د اوبو ښاغلي معین د صنعت او سوداګري وزارت د مسؤلینو له کړنو څخه د مننې ترڅنګ ، د پانګوالو د جلب او جذب په برخه کې ګډه همکاري د هېواد په پرمختګ او د افغان ولس د هوساینې په برخه کې اغېزمنه وبلله او ژمنه يې وکړه، چې په دې برخه کې به شپه او ورځ کار وکړي.
په پای کې، د دواړو وزارتونو مسؤلینو د اوبو او انرژي په پروژو کې د پانګوالو د جلب او جذب د زمینې په برابرولو کې پر لا زیاتو همکاریو او همغږیو باندې ټینګار وکړ.
