د حسنه اخلاقو په هکله د دعوت او ارشاد ریاست اصلاحي او روزنیز سمینار ترسره شو
یاد سیمنار د اوبو او انرژي وزارت د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي مولوي ګل رحمن عارف په شتون کې د وزارت په جومات کې ترسره شو.
د یاد سمینار په پیل کې د قرآن کریم څو آیاتونه تلاوت شول او وروسته د دعوت او ارشاد ښاغلي رئيس د اسلام له نظره د حسنه اخلاقو د ارزښت په هکله خبرې وکړي.
ښاغلي مولوي عارف په خپلو خبرو کې د اسلام د دین له نظره د نیکو اخلاقو او خبرو ارزښت ته اشاره وکړه او ټول کارمندان یې د نیکو اخلاقو رعایت ته را وبلل.هغه ټینګار وکړ، چې د نیکو اخلاقو رعایت د اسلامي امارت د ټولو لوړ رتبه او ټیټ رتبه مسؤلینو لپاره اړین دی.
همدارنګه د دعوت او ارشاد رئيس په دې سمینار کې د کبر، غرور، ځان غوښتنې او له بدو اخلاقو څخه پرهیز اړین و بلل او د یادو اعمالو عواقب یې سخت او بد وبلل.
