د جوزجان ولایت یو شمېر مخورو د اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د جوزجان ولایت له یو شمېر مخورو سره وکتل او په هغه ولایت کې یې د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو د پلي کیدو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.
په یاده لیدنه کې، د جوزجان ولایت مخورو آقچې ولسوالي کې د درې سړکه سب استیشن پروژې د عملي کېدو غوښتنه وکړه چې پخوا د اوبو او انرژي وزارت له خوا سروې او ډیزاین شوې وه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د جوزجان ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی غوښتنې ته به رسیدګۍ وشي.
