د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې رئيس د دریو پروژو د چارو بهیر وڅېړه
د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې رئيس ښاغلي ملا سعدالدین سلیمي او ور سره مل د یاد ریاست تخنیکي ټیم په فیض آباد ولسوالي کې د علي آباد ویالې دکانال پروژې د ودانۍ چارې، په آقچې ولسوالي کې د کلته شاخ سربند د محافظوي دیوال پروژې د جوړولو چارې او په فیض آباد ولسوالي کې د مملک کلي د کانال د پاکاري چارې له نږدې څخه وکتلي او تر څېړنې لاندې ونیولې.
د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې رئيس د یاد پروژو مسؤلینو ته د چارو د ښه پرمخ وړلو لپاره لازم تخنیکي هدایات ورکړل.
د یادو پروژو چارې د سويډن کمېټې، د اکتید دفتر او د آلمان هېواد په مالي مرسته د جوزجان سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پر مخ وړل کېږي.
