د ترکیې هېواد د علماو یوې ډلې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ژمنه وکړه، چې ترکي پانګوال به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۹ - ۱۴:۱۳
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ترکیې هېواد د اډیف خیریه بنسټ د علماو او مسؤلینو له یوې ډلې سره وکتل او د بېلابېلو سیاسي، دیني او ټولنیزو مسائلو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په افغانستان کې د نوموړي بنسټ عام المنفعه چوپړتیاوې وستایلې او په افغانستان کې د انرژي د تولید لپاره د کافي سرچینو د شتون په یادونې سره یې وویل، چې اوسمهال په هېواد کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده.

ښاغلي منصور د ترکیې هېواد علماو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت د پانګوالو د ځان او مال خوندیتوب ته ژمن دی او په دې برخه کې هر ډول آسانتیاوې رامنځته شوې دي.

په ورته مهال، د ترکیې هېواد د  د اډیف بنسټ مسؤلینو هم ژمنه وکړه، چې ترکي سوداګر به په افغانستان کې د پانګونې لپاره وهڅوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۵۰
Background image

په ګذرې او پښتون زرغون ولسوالیو کې د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د عادلانه وېش په موخه څارنه وشوه

د لاندني هریرود- مرغاب سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي سردار عزیزي او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلما بند د خوشې شوو اوبو له بهیر څخه د هرات ولایت په پښتون زرغون او ګذرې ولسوالیو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۵۲
Background image

د اوبو او انرژي وزیر کندز ولایت کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو له پلې شوې پروژې څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده کندز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالي په نجم الدین برزنګي سیمه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۴۰
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د بدخشان ولایت د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا محمد یونس آخندزاده او د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او ورسره مل پلاوي بدخشان ولایت ته سفر وکړ او د شورآبک برېښنا بند څخه لیدنه وکړه.

ه. . .

بیرته تګ

User account menu