د ترکي شرکتونو د یوې ډلې مسؤلینو د اوبو او انرژي له وزیر سره په لیدنه کې د لمریزې برېښنا انرژي د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۴:۲۹
۱

۱۵/۱۰/۱۴۰۴ هـ ل

د اوبو او انرژي وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د ترکي شرکتونو د یوې ډلې له مسؤلینو سره وکتل او په افغانستان کې د لمریزې برېښنا انرژي د تولید پروژو په برخه کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د ترکي شرکتونو مسؤلینو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې له ۱۰- ۱۰۰ میګاواټه په وړتیا د لمریزې برېښنا انرژي د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده او په دې برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه.

په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزیر په دغه ناسته کې د لمریزې برېښنا انرژي په برخه کې د ترکي شرکتونونو د پانګونې د هرکلي ترڅنګ، هغوی ته ډاډ ورکړ، چې اوسمهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو، امنیت ټینګ دی، او مونږ په دې برخه کې همکاري ته چمتو یو.

د دغې ناستې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونو ترمنځ دې تخنیکي ناستې د پانګونې لپاره د عملي زمینې چمتوکولو په موخه ترسره شي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۹:۴۴
Background image

پکتیکا ولایت کې د پلتونې بند پروژې له ساختمانې چارو څخه څارنه ترسره شوه.

داوبو او انرژي وزارت د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم پکتیکا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د اوبو پروژو د کنترول او کیفیت رباست د څارنې ټیم  او د یاد ولایت د اوبو او انرژي ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۹:۴۰
Background image

د هرات له والي سره په هغه ولایت کې د برېښنا انرژي د تولید لپاره د مناسبو سیمو د تثبیت په هکله خبرې، اترې وشوې

د اوبو او انرژي وزارت پلاوي او د عزیزي انرژي شرکت مسؤلینو د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي سید عبدالسلام مستوفي آغا په شتون کې د هرات له والي محترم مولانا نور احمد اسلام‌جار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۷ - ۹:۳۴
Background image

لوګر ولایت کې د کهشان سربند او کانال پروژه د نږدې ۱۵۰ زره آمریکایي ډالرو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د لوګر ولایت په څرخ ولسوالي کې د کهشان سربند او کانال  پروژه د ۱۴۳ زره آمریکایي ډالرو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغې پروژې ګټې ته په سپارلو سره به ۶۰۰ هکتاره کرنیزه. . .

بیرته تګ

User account menu