د ترکي او افغاني شرکتونو مسؤلینو د برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۵:۱۶
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د« جي اس پي او اکلتاش» شرکتونو له مسؤلینو سره وکتل او د ۹۰۰ میګاواټه  په وړتیا د لمریزې، بادي او اوبیزې برېښنا د تولید په پروژو کې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې، د نوموړو شرکتونو مسؤلینو د ۹۰۰ میګاواټه په وړتیا د بېلابېلو سرچینو څخه د انرژي د تولید په پروژو او د هېواد دننه د برېښنا د انتقالي مزي په پراختیا کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده او ژمنه یې وکړه، چې د انرژي سکتور د ماسټر پلان د نوي کېدو او پراختیا په برخه کې هم له دغه وزارت سره همکاري کوي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د هغوی د لېوالتیا د هر کلي ترڅنګ د پانګونې لپاره د زمینې د چمتوکولو په برخه کې د دغه وزارت له لوري د همکاري ډاډ ورکړ او د چارو د پرمخ وړلو لپاره یې  د اړینو همغږيو پر چټکتیا باندې ټینګار وکړ.

ښاغلي منصور یادونه وکړه، چې په افغانستان کې د برېښنا د تولید لپاره کافي سرچینې شتون لري او په دې برخه کې پانګونه هم د پانګوال او هم د افغانستان د خلکو په ګټه ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu