د تخار ولایت په رستاق ولسوالي کې د څښلو اوبو ۳۰ کړیو څاګانو د کیندلو چارې پرانیستل شوې

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۲:۰
1

د لاندیني دشت قلعې پنج سیندیزې فرعي حوزې رئیس، مولوي میرمحمد احبار په مشري، د رستاق ولسوال، د فرعي حوزې تخنیکي مشاور او ګڼ شمېر امارتي مسؤولینو په شتون کې د تخار ولایت د قره کوز، یکه توت، سیاب او د رستاق ښار اړوند سیمو کې د څښلو اوبو د ۳۰ کړیو څاګانو چارې پرانیستې.

د دغو څاګانو د کیندلو چارې د لاندیني دشت قلعې پنج سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې د طرزالعملونو مطابق د سمرقند افغانستان چوپړیزې او ټولنیزې مؤسسې له لوري ترسره کېږي.

د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې په پلي کولو او بشپړېدو سره به د سیمې د خلکو د څښلو اوبو ستونزې حل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۳
Background image

زابل او ارزګان  ولایتونو کې د برېښنا شبکو د فعالیتونو څارنه او ارزونه ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ سوداګریز ریاست استازي محترم انجنیر حامد یارمل او ورسره مل تخنیکي ټیم زابل او ارزګان ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال د برېښنا شبکو د فعالیتونو څارنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱
Background image

د فاریاب ولایت د اوبو او انرژي ریاست کې د امنیت د تأمین، د نظم د ساتنې او د فعالیتونو د اغېزمنې څارنې په موخه امنیتي کامرې نصب شوې

د فاریاب ولایت مقام د شفاهي هدایت او د فاریاب د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي محي‌الدین مبارز په لارښوونه، په نوموړي ریاست کې د امنیت د تأمین، د نظم د ساتنې او د فعالیتونو د اغېزمنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۰:۲۷
Background image

بامیان ولایت کې د اوبیزې برېښنا یوې کوچنۍ دستګاه ارقام او معلومات د هغې د بیارغونې په موخه راټول شول

د مرکز زون (بامیان) د انرژي چارو د تنظیم آمریت مسؤلینو د بامیان ولایت په مرکز کې د اوبیزې برېښنا یوې کوچنۍ دستګاه ارقام او معلومات د هغې د بیارغونې په موخه راټول کړل.

نوموړې دستګاه. . .

بیرته تګ

User account menu