د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالي کې د یو شمیر چکډمونو تخنیکي سروې ترسره شوه

د دشت قلعه ښکتني پنج سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالي کې د کوچیانو سیلبر په سیمه کې د یو شمیر چکډمونو تخنیکي سروې ترسره کړه.
د یادو چکډمونو په جوړېدو سره به د نوموړې سیمې د ځمکې لاندې اوبه پیاوړې او دوه سوه هکتاره للمي ځمکه هم خړوبه شي.