د تالقان په سیندیزه فرعي حوزه کې له اوبو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې په هکله خبرې وشوې
د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د تالقان سیندیزې فرعي حوزې د غونډو په تالار کې د نوموړې حوزې د رئيس محترم سراج الدین وهاج په شتون کې د اوبو ټولنو له غړو سره له اوبو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او په دې برخه کې د ستونزو او ننګونو د هوارولو په هکله خبرې وکړې.
همدارنګه د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس د اوبو ټولنو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او د هغوی د ستونزې د هوارولو په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.