د بلخ ولایت د اوبو او انرژي رئیس د نهر شاهي کانال د پاک کاري د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

د بلخ ولایت د اوبو او انرژي رئیس الحاج مولوي موسی جان حقبین په داسې حال کې د نهر شاهي کانال د پاک کاري د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه چې میرآب باشي، د ټولنې رئیس، سپین ږیرو او د بزګرانو استازو هم شتون درلود.
د نهر شاهي کانال د بلخ د سیند له کانالونو څخه دی چې د دهدادي او نهر شاهي په ولسوالیو کې د ۴۰۳۲۰ هکتاره کرنیزه ځمکه د خړوبولو لاندې نیسي.
د یادولو وړ ده چې د دغهٔ کانال د پاک کاري چاري د هر کال په وروستیو میاشتو کې د بزګرانو د حشر په توګه ترسره کېږي او ښاغلي حقبین هم د ځایي اوسېدونکو له دغهٔ اقدام څخه ستاینه وکړه او د پاک کاري د چارو د چټکتیا او ښه ترسراوي او نوموړي کانال ته د اوبو د بیا جریان ورکولو په موخه مسؤولینو ته اړینې لارښوونې وکړې