د بغلان ولایت له خواجه الوان دښتې د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي پروژې فزیکي چارې ۱۵سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۴:۴۹
1

د بغلان ولایت له خواجه الوان دښتې د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ لېږد مزي پروژه  د کابل او د هغه د ۱۲ ګاونډو ولایتونو د برېښنا د کموالي د ستونزو د هوارولو په برخه کې  د اوبو او انرژي وزارت له اړینو پروژو څخه ده.

د نوموړې پروژې فزیکي چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې چې د چارو په بشپړېدو سره به یې له ترکمنستان څخه افغانستان ته څه  د پاسه ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا ولېږدول شي.

د دغې پروژې قرارداد د اوبو او انرژي وزارت له لوري د یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک شوی او چارې یې په ښه توګه روانې دي.

له بلې خوا، د کابل ولایت د ارغندۍ د ۵۰۰ کیلو ولټ سب سټیشن د پروژې چارې هم په چټکۍ سره روانې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

بادغیس ولایت کې د یوه چکډم پروژه د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۶هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱ هـ ل

د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالي د زوپدې کلي چکډم پروژه د ۱ میلیون، ۷۸۶ زره او ۷۸۰ افغانیو په لګښت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

یاد چکډم د ۲۳.۴ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۹
Background image

په پروان ولایت کې د پاواز کلي چکډمونو پروژو چارې څه باندې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

۱۴۴۸/۱/۴ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۳۰ هـ ل

د غوربند ـ چاریکار فرعي سیندیزې حوزې ریاست او د اړوندو ادارو ګډ تخنیکي ټیم د پروان ولایت د شېخ علي ولسوالي د پاواز کلي د چکډمونو پروژو د چارو له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۶
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي

۱۴۴۸/۱/۲ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۳/۲۸ هـ ل

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه چې چارې یې د عزیزي انرژي شرکت په پانګونې د اوبو او انرژي وزارت اړوند د غزني فرعي سیندیزې حوزې. . .

بیرته تګ

User account menu