د بغلان ولايت د دهنه غوري ولسوالي د واټرشيد پروژې د چارو له بهیر څخه ليدنه وشوه
د بغلان سينديزې فرعي حوزې تخنيکي ټیم، د کرنې او اقتصاد رياست استازو او د اکتيد دفتر مسٶلينو د بغلان ولایت په دهنه غوري ولسوالي کې د دشتک کلي د واټرشيد پروژې د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه.
همدارنګه، د بغلان سينديزې فرعي حوزې تخنيکي ټیم د نوموړې پروژې مسئولینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړیني سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې په نوموړې پروژه کې ۲۲۷ تنه کار کوي چې ۶۰ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي.
