د بدخشان ولایت کې د اوبو او انرژۍ پروژو په اړه د دغه ولایت والي سره خبرې شوې
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئیس او د انرژي خدمتونو د ادارې سرپرست ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د بدخشان ولایت والي محمد ذکریا سودا سره وکتل.
په دغه لیدنه کې په بدخشان ولایت کې د اوبو او انرژي پروژو په ځانګړي ډول د شورابک بند او د پامیر د انرژي شرکت سره په همغږۍ د بدخشان ولایت د بريښنا تعرفې د قیمت ټاکلو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.
د بدخشان ولایت والي ښاغلي ذکریا سودا د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د انرژي خدماتو ادارې رهبرۍ له کړنو قدرداني وکړه او وړاندیز یې وکړ چې د پراختیاي پروژو پلي کولو او د بريښنا تعرفې قیمت کمولو په برخه کې یاد ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس او د انرژي خدماتو ادارې سرپرست د هغه ولایت د بريښنا رسولو په برخه کې د پامیر انرژي پانګونه مهمه او ضروري ده او د بدخشان والي ته یې ډاډ ورکړ چې ډير ژر به د پامیر شرکت مسؤلینو سره د همغږۍ ګډه ناسته وکړي او د بدخشان ولایت د بريښنا تعرفې ټاکلو په اړه به ور سره خبرې وکړي.
ياده دې وي چې په دغه کتنه کې د بدخشان والي د هغه ولایت د ولسونو په استازولي د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې رئيس او د انرژۍ د خدمتونو د ادارې سرپرست ته ستاينې په پار يوه چمن پر اوږو کړه.
