د بدخشان ولایت د شورابک برېښنا بند کې شته ستونزې په یوه پر لیکه غونډه کې تر بحث لاندې ونیول شوې

mew-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۲:۵۲
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي برنامو ریاست مسؤلینو د فیکا ترکي شرکت له مسؤلینو سره په یوه پر لیکه غونډه کې د بدخشان ولایت د شورابک برېښنا بند کې د شته ستونزو د هوارولو په هکله بحث او  د اندونو تبادله وکړه.

په دغه پر لیکه غونډه کې، د دغه وزارت  د انرژي برنامو ریاست متخصصینو د نوموړي شرکت له استازو سره د نوموړي بند د تخنیکي او مالي ستونزو د حل لارو چارو د څرنګوالي په هکله مفصلې خبرې، اترې وکړې او په دې هکله اړین تصمیمونه ونیول شول.

د یادونې وړ ده، چې د بدخشان ولایت د شورابک برېښنا بند د 7.5 میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري، چې د بدخشان ولایت د مرکز فیض آباد ښار څه باندې ۱۵ زره کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو دوې پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د زنده‌خېلو او عیسی‌خېلو د اوبو رسولو پروژې تر څارنې لاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د داخلي تفتیش پلاوي سره وکتل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو ریاست محترم رئیس مولوي وکیل احمد نقي د داخلي تفتیش پلاوي سره ناسته ترسره کړه.

 د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د شفافیت ډاډ ورکړ او یاد تفتیش یې د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۸
Background image

د اوبو او انرژي نوی وزیر همکارانو ته ور وپېژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پيل کړه

۱۴۰۴/۱۰/۲۴ هـ ل

محترم الحاج ملا محمدیونس آخندزاده، چې تازه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه د ۱۴ ګڼې فرمان د ۱۷/۷/۱۴۴۷ هـ ق پر بنسټ د اوبو او انرژي وزیر په توګه ټاکل شوی، د یو. . .

بیرته تګ

User account menu