د بدخشان ولایت د انرژي کمیټې د برېښنا انرژي د خدمتونو د تنظیم د عمومي ریاست د تخنیکي ټیم په ګډون په هغه ولایت کې غونډه وکړه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۰:۲۰
1

د بدخشان ولایت د انرژي کمیټې غونډه د برېښنا انرژي د مارکیټ د تخنیکي رئیس محترم انجنیر همت الله امین زي او ورسره مل تخنیکي ټیم، د شمال ختیځ زون د انرژي د تنظیم آمر، د ولایت مقام د استازي، د بدخشان ولایت د سکتوري ادارو رئیسانو، د دولتي ادارو استازو، د بدخشان انرژي شرکت مرستیال، د فیض آباد د کوکچې فرعي سیندیزې حوزې د رئیس او کارمندانو په ګډون د کوکچې فرعي سیندیزې حوزې د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دې کتنه کې د بدخشان ولایت په کچه د انرژي سکتور د فعالیتونو په اړه د اندونو تبادله وشوه.

دغه راز په دې غونډې کې په دې برخه کې د ورسپارل شويو دندو د زياتې همغږۍ په هکله خبرې وشوې او غونډه د غړو د نظرونو په اوريدو سره دوام وکړ او همدارنګه په دې سکتور کې د ستونزو په حل لارو بحث وشو او اړینې حل لارې ولټول شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۶:۱۵
Background image

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس د عزیزي انرژي شرکت له مسؤلینو سره وکتل

د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي رئيس محترم مولوي عبدالسلام مستوفي آغا د عزیزي انرژي شرکت له مسؤلینو سره وکتل او د هرات ولایت د پل هاشمي سب‌سټیشن په سیمه کې د هغوی د اوبو د اړتیاوو په هکله. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۲:۴
Background image

غور ولایت کې د اوبو په برخه کې د شپږو پروژو تخنیکي سروې ترسره شوه

د غور د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د اوبو سرچینو د مدیریت او د اوبو لګولو سیسټمونو د پراختیا په موخه د غور ولایت د مرکز، فیروزکوه اړوند په غلمین سیمه کې د تیلک زمین، چشمه‌نی خار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۳
Background image

زابل او ارزګان  ولایتونو کې د برېښنا شبکو د فعالیتونو څارنه او ارزونه ترسره شوه

د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا مارکیټ سوداګریز ریاست استازي محترم انجنیر حامد یارمل او ورسره مل تخنیکي ټیم زابل او ارزګان ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال د برېښنا شبکو د فعالیتونو څارنه. . .

بیرته تګ

User account menu