د بدخشان ولایتي انرژي کمېټې میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۷
1

دغه غونډه د بدخشان ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي صبغت الله قانع تر مشري لاندې د بدخشان انرژي رئيس محترم مولوي حکمت الله آخندزاده او د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې ترسره او د برېښنا انرژي اړوندو موضوعاتو په هکله خبرې، اترې وشوې.

په دغه غونډه کې، د بدخشان ولایت د مرکز، فیض آباد ښار او کشم ولسوالي کې د سب سټيشنونو د جوړوېدو، د شورابک برېښنا بند د تاسیساتو او ودانۍ د حفظ او مراقبت د څرنګوالي، د بدخشان ولایت د اوسېدونکو لپاره د برېښنا انرژي دبرابرولو، په جرم ولسوالي کې د سوچ برېښنا بند د جوړېدو او د برېښنا انرژي یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

همدارنګه، په دغه ناسته کې د ګډونوالو د اندونو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته، د نوموړو موضوعاتو په هکله اړین تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو دوې پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د زنده‌خېلو او عیسی‌خېلو د اوبو رسولو پروژې تر څارنې لاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د داخلي تفتیش پلاوي سره وکتل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو ریاست محترم رئیس مولوي وکیل احمد نقي د داخلي تفتیش پلاوي سره ناسته ترسره کړه.

 د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د شفافیت ډاډ ورکړ او یاد تفتیش یې د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۸
Background image

د اوبو او انرژي نوی وزیر همکارانو ته ور وپېژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پيل کړه

۱۴۰۴/۱۰/۲۴ هـ ل

محترم الحاج ملا محمدیونس آخندزاده، چې تازه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه د ۱۴ ګڼې فرمان د ۱۷/۷/۱۴۴۷ هـ ق پر بنسټ د اوبو او انرژي وزیر په توګه ټاکل شوی، د یو. . .

بیرته تګ

User account menu