د بخش آباد بند د ستونزو د حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل، د فراه ولایت د بخش آباد بند د ستونزو د حل په موخه د دغه ولایت د ولس استازو او قومي مشرانو سره وکتل.
په دې ناسته کې د فراه ولایت د ولس استازو او قومي مشرانو د اوبو مدیریت پراختیایي پروژو د تطبیق په برخه کې د ښاغلي تکل اراده او هڅې وستايلې او د بخش اباد بند د ستونزو د حل غوښتنه او دغې برخې ته یې د جدي پاملرنې هیله وکړه.
ښاغلي تکل د فراه ولایت د ولس استازو او قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ چې تر توانه به د بخش اباد بند د ستونزو حل لپاره هڅه وکړي او دغه موضوع به تعقیب کړي.
بخش آباد بند چې د هېواد یو له سترو او با ارزښته بندونو څخه دی، اوس مهال یې انحرافي تونلونه تر کار لاندې دي چې په نوبت سره به د بند په ټولو برخو کار پيل کیږي.
دغه بند د اوبو مدیریت، د ځمکو خړوبولو، د موسمي سیلابونو کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو پياوړتیا او خلکو ته د کار پيدا کولو په موخه جوړیږي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
