د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ۳۰ نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته د اجراآتو ارزونې او د ادارې معرفي په اړه ورکشاپ ورکړل شو.

MEW-Media
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۹:۶
65

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې ۳۰ نویو ګمارل شویو کارکوونکو ته د اجراآتو ارزونې او د ادارې معرفي په اړه ورکشاپ ورکړل شو.

دا ورکشاپ د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي معاون ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري، د مالي او ادارې لوی رئیس احمد رشاد حکیم، د انساني سرچینو رئیس سید داوود فضلي او د دې ادارې یو شمیر کاپوهانو او کارمندانو په شتون کې ترسره شو.

د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکی  معاون ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري د دې ورکشاپ د پرانستې په وخت هیواد کې د اوبو مدیریت د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د ټولو کارمندانو ګډ مسؤلیت یاد کړ، او د دې ورکشاپ ترسره کول یې د دنویو کارمندانو لپاره د اوبو چارو دتنظیم ملي ادارې د پیژندې په برخه مهم یاد کړ.
چې ورپسې د د مالي او اداري لوی رئیس ښاغلي احمد رشاد حکیم او د انساني سرچینو رئیس ښاغلي فضلي هریو  په خپل وار د دې ورکشاپ د اهمیت په اړه خبرې وکړې،  او د ورکشاپ ګډونوالو ته یې د کاري پلان جوړونې او اجراآتو د راپور ورکړې دمیتود په اړه لازم هدایت ورکړل.

د یادونې وړه ده چې په دې ورکشاپ  کې د انساني سرچینو کار پوهانو پواسطه د ادارې د پېژندې، موخو، مسؤلیتونو، د کاري پلان جوړونې د څرنګوالي او د اجراآتو د ارزونې میتود په اړه نوي ګمارل شویو کارمندانو ته هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۳۱
Background image

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو چارواکو په ۱۴مه ناسته کې آنلاین ګډون وکړ.

 

۱۳/لیندۍ /۱۴۰۴ هـ ش

د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژي وزارت معین محترم مجیب‌ الرحمن عمر آخندزاده، د یونسکو ترچترلاندې د اوبو ښاري مدیریت مرکز د سیمه‌ ييزو حاکمانو په څوارلسمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۵۲
Background image

غور ولایت کې یو چکډم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د غور ولایت مرکز فیروزکوه اړوند د پیلوی سرخ په کلي کې د یوه چکډم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د نوموړي چکډم چارې د اوبو او انرژي وزارت له پراختیائې بودجې څخه د دري میلیونه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۵
Background image

لوګر ولایت کې د برکي برک ولسوالي اړوند د تګاب د سيمي د استنادي ديوالونو لومړنۍ سروې ترسره شوه.

د  لوګر د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د برکی برک ولسوالي د تګاب په  سیمه کې د استنادي ديوالونو لومړنۍ، اقتصادي، ټولنیزه، چاپيریالي سروي ترسره کړه. چې د یادو استنادي ديوالونو په. . .

بیرته تګ

User account menu