د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په پنځه کلن پلان کې به د شادیان بند جوړ شي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په پنځه کلن پلان کې به د شادیان بند جوړ شي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې تخنیکي مرستیال ښاغلي انجنیر احمد ویس بصیري بلخ ولایت ته په خپل سفر کې د شادیان تنګي ته ورغی او د شادیان بند له سیمې څخه یې لیدنه وکړه.
په دغه سفر کې چې د یادې ادارې د اوبو د تنظیم عمومي رئيس نعیم الله سالارزي یې هم ملتیا کوله د بلخ ولایت مرستیال او د ولایتي شورا د رئيس په شتون کې یې د بلخ ولایت له شادیان بند له سیمې څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي بصیري د بلخ ولایتي ادارې او ولس ته ډاډ ورکړ چې د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې په راتلوونکي پنځه کلن پلان کې به د بلخ ولایت د شادیان بند جوړ شي خو د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې رهبرۍ هڅه کوي چې په لومړیو کلنو کې په دغه بند باندې کار پيل کړي.
شادیان بند یو له هغو بندونو څخه دی چې د اوبو مدیریت، د کرنیزو ځمکو خړوبولو، د موسیمي سیلابونو کنټرول، د ځمکې لاندې اوبو سرچینو پياوړتیا او خلکو ته د کار پيدا کولو په موخه خورا ګټور او یږ له مهمو بندونو څخه شمېرل کیږي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
