د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې مقام په حضور کې د کابل سیندیزې لویې حوزې، د هلمند سیندیزې لویې حوزې او پنج آمو سیندیزې لویې حوزې لویو ریاستونو د خپلو لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړ.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې مقام په حضور کې د کابل سیندیزې لویې حوزې، د هلمند سیندیزې لویې حوزې او پنج آمو سیندیزې لویې حوزې لویو ریاستونو د خپلو لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړ.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل او تخنیکي مرستیال انجنیر احمد ویس بصیري په حضور کې د کابل سندیزې حوزې لوی ریاست، د پنج امو سندیزې حوزې لوی ریاست او د هلمند سندیزې حوزې لوی ریاست د روان مالي کال د دوهمې روبعې لاسته راوړنو او فعالیتونو راپور وړاندې کړ.
په دې راپورونو کې د ذکر شویو لویو حوزو او اړونده فرعي حوزو د پروژو تطبیق، انجنیري خدمتونو، د اوبو سرچینو پروګرامونو سمون، سروی، د پروژو ډیزاین او نورو ادارو چارو په اړه مفصل معلومات وړاندې شو.
همدا شان د ذکر شویو لوی حوزو رئیسانو د خپل کاري راپور وړاندې کول علاوه د خپلو کاري حوزو په مخکې شته ننګونو او ستونزو یادونه هم وکړه، او د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې مقام سره يې دحل په موخه خپل وړاندیزونه هم شریک کړه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د دې درې لویو ریاستونو کړنو د قدردانۍ ترڅنګ د اوبو مدیریت ښه والي او اجراآتو ګړندیتوب په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
