د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د پروګرامونو د مدیریت مرکزی دفتر، ماليې وزارت او د ملي تدارکاتو ادارې ترمنځ د همغږۍ ګډه ناسته ترسره شوه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې د پروګرامونو د مدیریت مرکزی دفتر، ماليې وزارت او د ملي تدارکاتو ادارې ترمنځ د همغږۍ ګډه ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې چې په انلاین ډول ترسره شوه، د CPMO رئیس سید مقیم سادات، د پنج امو پروژې مدیر رفیع الله رشاد، د تدارکاتو مسؤل محمد امان زاهد او د ابو چارو د تنظیم ملي ادارې د پروګرامونو مدیریت د تدارکاتو مدیر محمد یاسین نورزاد ګډون درلود.
په یاده جلسه کې د مالیې وزارت او ملي تدارکاتو ادارې استازو ته د اوبو مدیریت پراختیایي پروژو مالي او تدارکاتي مسایلو حل په موخه چې د اسیا پراختیايي بانک (ADB) تطبیق کیږي بحث او دنظرونو تبادله ترسره شوه.
د یادونې وړ ده چې دا جلسه په هفتوار ډول د یادو نهادونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه ترسره کیږي.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
