د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره کې د څلورو سندیزو حوزو عمومي ریاستونو روبعوار راپور ترڅنګ د نویو مقرر شویو رئیسانو د معرفت جلسه ترسره شوه.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره کې د څلورو سندیزو حوزو عمومي ریاستونو روبعوار راپور ترڅنګ د نویو مقرر شویو رئیسانو د معرفت جلسه ترسره شوه.
دغه جلسه د اوبو چارو د تنظیم ملي ادارې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر خان محمد تکل په مشرۍ چې د دغې ادارې تخنیکي مرستیال او مرکزي رئیسانو ګډون درلود، د هریرود مرغاب د جلسو په تالار کې رابلل شوې وه.
په یاده جلسه کې د هریرود مرغاب، شمال، پنج امو او هلمند سندیزو لویو حوزو رئیسانو د جلا جلا پریزنټیشنونو په وړاندې کولو سره د ١٤٠٠ مال کال په اوله ربعې کې خپلې لاسته روړنې او فعالیتونه د دې ادارې رهبرې حضور ته وړاندې کړې.
ښاغلي انجنیر خان محمد تکل د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لوی رئیس د هیواد د اوبو د مدیریت په برخه کې د هغوئ د هڅو د ستایلو ترڅنګ د چارو د لا غوراوي په موخه لازمې لارښوونې وکړې او د پروژو په تطبیق کې د لا دقت ټینګار وکړ.
ښاغلي تکل د جلسې په جریان کې په مرکز او ولایتونو کې د انجنیري خدمتونو له ټولو مسؤلینو وغوښتل چې د پروژو دسروې په وخت د پروژو په اغیزمنتیا زیات تمرکز وکړي او د اوبو د چار د تنظیم ملي ادارې د پروژو د سروې کړنلاره په پام کې ونیسي.
د یادونې وړ ده چې د جلسې به اخر کې د دې ادارې څلور تنو رئیسانو د کړنو او هڅو د ستایلو په موخه د ادارې د رهبرۍ لخوا د تقدیرنامو په ورکولو سره وستایل شول.
د اوبو چارو د تنظیم ملي اداره
