د اوبو په پروژو باندې د پانګونې په  هکله د افغان انویست شرکت له مسؤلینو سره د همغږي ناسته ترسره شوه

mew-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۹ - ۱۶:۴۰
1

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د افغان انویست شرکت له مسؤلینو سره د دې وزارت په پروژو باندې د پانګونې په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په یاده ناسته کې د یاد شرکت مسؤلینو د اوبو بندونو په پروژو باندې دپانګونې په برخه کې  د خپل کاري پرمختګ راپور اوبو او انرژي وزارت له سرپرست وزیر سره شریک کړ او د ارغستان د لوري بند د جوتخنیک سروې د پانګونې په برخه کې د خپلو اجراآتو په هکله معلومات وړاندې کړل.

د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر د یاد شرکت له فعالیتونو څخه هر کلی وکړ او د ارغستان د لوري بند د پروژې د ارزښت باندې په ټینګار سره د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار لازم هدیات ورکړل.

د یادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د کندهار ولایت د ارغستان د لوري بند د تخنیکي مطالعاتو او جیوتخنیک  سروې د ترسره کولو په موخه د اوبو او انرژي وزارت، د افغان انویست او عمران جوتخنیک شرکتونو ترمنځ درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شوی وو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۲۵
Background image

غزني ولایت کې د شېراباد کانال اوکوچنې بند چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۲/۱۰هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۵/۳هـ ل

د غزني ولایت قره باغ ولسوالي اړوند د شېراباد کانال او کوچنې بند د جوړېدو چارې د غزني ولایت مقام ځانګړي استازي مولوي اطاعت صاحب، د غزني سیندیزې فرعي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

بیرته تګ

User account menu