د اوبو معینیت اونېزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، د اوبو د تخصیص، د پولې تېريدونکو اوبو او د اوبو رسولو، اوبولګولو او کانالیزسیون ریاستونو مسؤلینو په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د خپلو ترسره شوو د کړنو راپور او د ۱۴۰۳ لمریز کال پلانونه د یوه پرزنټیشن په ترڅ کې وړاندې کړل او په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وشوه.

همدارنګه په دغه ناسته کې، د اوبو معینیت اړوندو ریاستونو له خوا د سیندیزو حوزو رئيسانو ته د پرزنټيشن په واسطه د اړینو موضوعاتو د شریکولو په هکله هم خبرې، اترې وشوې.

د اوبو محترم معین د پورتنیو موضوعاتو په هکله د رئيسانو او متخصصینو د اندونو تر اورېدلو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته د چارو د لا غوره پرمخ وړلو او چټکتیا په موخه اړینې لارښوونې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۴۸
Background image

په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د آمو سیند څنډو د تحکیماتو ریاست مسؤلینو په تخار او بدخشان ولایتونو کې د آمو سیند څنډو د تحکیماتو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

د یاد ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۲
Background image

په غزني ولایت کې د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۲/۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۵هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو ریاست مسؤلینو په غزني ولایت کې د عزیزي انرژي شرکت د ۱۳۱ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۶:۹
Background image

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاک‌کاري چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۹ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۴ هـ ل

په کاپیسا ولایت کې د خواجه کانال د پاکاري چارې په کانال کې د اوبو بهیر د ښه‌والي، د اوبو لېږد وړتیا د لوړولو او د کروندګرو د ستونزو د هوارولو په. . .

بیرته تګ

User account menu