د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته د یاد معینیت د څو اړینو تخنیکي موضوعاتو په هکله ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۰ - ۱۲:۲۱
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د وزارت د اوبو سکتور د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې ناسته کې، د اوبو پروژو د مدیریت د پلي کولو په پار په افغانستان کې د یونسیف له دفتر سره د ګډې همکاريو په هکله د معلوماتو د شریکولو، د یاد معینیت د پروژو د طرحو د تطبیق د وروستي کولو په موخه د افغانستان اسلامي امارت له اقتصادي کمیسیون سره همغږي، د لغمان ولایت د شاهي کانال وضعیت د څېړلو او د هغه د ستونزو دهوارولو او د یو شمېر نورو اړینو تخنیکي موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو ښاغلي معین د یادو موضوعاتو تر هر اړخیزې څېړنې او د ناستې د غړو د اندونو تر آورېدلو وروسته، اړوند مسؤلینو ته اړین هدایات ورکړل.

User account menu