د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته د پروژو د تخنیکي ستونزو د هوارولو په موخه ترسره شوه
دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده،د اوبو سکتور رئيسانو، سلاکارانو او د یاد معینیت یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې، د شته سرچینو څخه په ګټې اخیستنې سره د کابل ښار د اوبو ستونزو د هوارولو، د توري بند د تفصیلي ډیزاین دوام، د امکان سنجي مطالعاتو لپاره د پروژو لومړیتوبونو، د افغانستان د یخچالونو د وضعیت څېړنه او د اوبو مدیریت پورې اړوند یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو باندې بحث او د نظر تبادله وشوه.
د اوبو ښاغلي معین د یاد شویو ټولو موضوعاتو تر هراړخیزې څېړنې وروسته، اړوند رئيسانو ته یې د هرې موضوع په هکله په جلا توګه لازم هدایات ورکړل.
د یادولو وړ ده، چې دا تخنیکي ناستې په اونۍ کې یو ځل د اوبو په معینیت کې ترسره کېږي، او پر مهمو موضوعاتو او تخنیکي مسایلو باندې بحث او دنظر تبادله کېږي او د هغوی د ستونزو د هوارولو په موخه لازم تصمیمونه نیول کېږي.
