د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته د تخنیکي او تقنیني اسنادو د څېړلو او د راتلونکي پراختیایي پروژو د لیست چمتوکولو په هکله ترسره شوه

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۴ - ۱۳:۲۰
۱

دغه ناسته د پنج شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ هـ ل لمریز کال د تلې میاشتې په ۲۴ نېټه ، د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر ریاست لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې، د چمتو شوې تخنیکي او تقنیني اسنادو د لنډ راپور په هکله بحث و شو. اړوندو مسؤلینو د نوموړو اسنادو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او خپل اندونه یې د هغه د لا غوره‌ پلي کولو په هکله شریک کړل.

د ناستې په دوام کې، د پنځو راتلونکو کلونو لپاره د اوبو د پراختیایي پروژو د لیست ترتیبولو موضوع تر څېړنې لاندې ونیول شوه او پریکړه وشوه، چې پروژې دې د ملي لومړیتوبونو، ساحوي اړتیاوو او د اوبو او انرژي وزارت د ستراتېژیکو موخه سره سم ترتیب شي.

د اوبو محترم معین د ګډونوالو د اندونو او وړاندیزونو د اورېدلو ترڅنګ، د ریاستونو ترمنځ پر همغږیو، له تخنیکي او تقنیني اسنادو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د راتلونکو پراختیایي پروژو لپاره پر کره برنامه‌ریزۍ باندې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۵۰
Background image

جوزجان ولایت کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي اړوند دینار کلي کې د آمو سیند څنډو د ټینګښت درې پروژې چې ۹۴۰ متره اوږدوالی لري، د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي په شتون کې ګټې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۹:۴۴
Background image

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس د جوزجان له والي سره وکتل

د آمو سیند څنډو د ټینګښت رئيس محترم مولوي وکیل احمد نقي او ورسره مل پلاوي د جوزجان ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له والي محترم الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره یې وکتل.

 په دغه لیدنه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۴:۵۵
Background image

زابل ولایت کې د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې چارې 75 سلنه پرمخ تللې دي

د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار او ورسره مل تخنیکي ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند د عمري ذخيروي بند د ساتنې او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه. . .

بیرته تګ

User account menu