د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

MEW-Media
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۱۲:۳۰
1

یاده ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر مشري لاندې د اوبو سکتور د رئيسانو، سلاکارانو او تخنیکي مسئولینو په ګډون د اوبو معینیت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي توګه د اقتصادي کمیسیون د مصوبې پر بنسټ د کابل ښار د غیر صنعتي زون د معدني اوبو او غیر الکولي مشروباتو شرکتونو ته د کابل ښار څخه بهر د سطحي اوبو سرچینو ټاکل او د کاپیسا ولایت د صیاد سیمې د مطالعاتو په هکله د پرزنټیشن وړاندې کول، د اوبو تأسیساتو لکه د کانالونو، چکډمونو او استیشنونو د ساتنې او مراقبت او د اوبو سرچینو د ملي بانک د ماهیت او ارقامو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه او اړین تصمیمونه ونیول شول.

د اوبو ښاغلي معین د نوموړو موضوعاتو د غوره ترسره کولو په موخه اړوندو مسؤلینو ته اړین هدایات ورکړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۶
Background image

د اوبو او انرژي وزیر د کندهار ولایت د تیمور کانال د چارو له بهیر څخه لیدنه وکړه

۱۴۰۵/۴/۳۰ هـ.ش   ۱۴۴۸/۲/۶ هـ.ق

د اوبو او انرژي محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس آخندزاده صاحب، کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د میوند ولسوالي د تیمور کانال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۹:۲۴
Background image

لوګر ولایت کې د محمدآغي ولسوالي اړوند د پانامي چکډیم پروژې چارې ۱۵ سلنه پرمخ تللې دي

۶/۲/۱۴۴۸ هـ ق مطابق ۳۰/۴/۱۴۰۵ هـ ل

د لوګر سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقديم لياقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د پانامي چکډیم پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۹:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې پیل شوې

۲۹/۴/۱۴۰۵ هـ.ش | ۵/۲/۱۴۴۸ هـ.ق

د کندهار ولایت د پنجوايي او ژړۍ ولسوالیو ترمنځ د یوه لوی پل د جوړولو چارې د اوبو او انرژي وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، له خوا پیل شوې

د یادې. . .

بیرته تګ

User account menu