د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۱۳:۲۷
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د اوبو سکتور د رئیسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

د غونډې په دوام کې اړوندو رئیسانو  یادونه وکړه چې ټول قراردادي شرکتونه باید د اصولو او قوانینو سره سم پروژې پلي کړي، د هرې پروژې سروې او ډیزاین هم باید په اصولي توګه ترسره شي او همدارنګه د چکډمونو د تخنیکي معیارونو په تړاو هم بحث او د اندونو تبادله ترسره شوه.

د اوبو محترم معین د نوموړو موضوعاتو په هکله د رئیسانو د معلوماتو او راپورونو تر ارزولو وروسته، اړین تصمیمونه ونیول او اړوندو مسؤلیو ته یې د چارو د غوره ترسره کولو او چټکتیا په موخه اړینې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

خوست ولایت کې د اوبو رسولو دوې پروژې تر څارنې لاندې ونیول شوې

د څارنې او ارزونې ریاست تخنیکي ټیم خوست ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د اوبو او انرژي ریاست د مسؤلینو په همکاري د زنده‌خېلو او عیسی‌خېلو د اوبو رسولو پروژې تر څارنې لاندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د داخلي تفتیش پلاوي سره وکتل.

د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو ریاست محترم رئیس مولوي وکیل احمد نقي د داخلي تفتیش پلاوي سره ناسته ترسره کړه.

 د آمو سیند سواحلو د تحکیماتو رئیس د شفافیت ډاډ ورکړ او یاد تفتیش یې د چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۴۸
Background image

د اوبو او انرژي نوی وزیر همکارانو ته ور وپېژندل شو او په رسمي توګه یې خپله دنده پيل کړه

۱۴۰۴/۱۰/۲۴ هـ ل

محترم الحاج ملا محمدیونس آخندزاده، چې تازه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله و رعاه د ۱۴ ګڼې فرمان د ۱۷/۷/۱۴۴۷ هـ ق پر بنسټ د اوبو او انرژي وزیر په توګه ټاکل شوی، د یو. . .

بیرته تګ

User account menu